6 ځکه چې د منسى قبيلې لوڼو ته د خپلو زامنو سره ميراث مِلاو شو. نو په دې وجه د جِلعاد مُلک د منسى د باقى پاتې اولاد ميراث شو.
يوه حِصه به د منسى د قبيلې وى، دا به د نفتالى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د منسى نيمې قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
نو په دې وجه منسى ته د اُردن نمرخاتۀ طرف د جِلعاد او بسن نه علاوه لس نورې برخې مِلاو شوې،
د منسى علاقه د آشر نه د شِکم نمرخاتۀ طرف ته تر مکمتاه پورې ورسېده. بيا هغه سرحد د جنوب طرف ته لاړو چې په دې کښې د تفوح خلق شامل شى.