Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 17:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه د منسى دې باقى پاتې کورَنو ته حواله شوې وه يعنې ابيعزر، حالق، اسرى‌اېل، شِکم، حِفر او سميدع. دا د يوسف زوئ منسى نران اولاد وو او هغوئ د خپلو کورَنو مشران وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 17:2
6 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د خور همولکت درې زامن وُو: اِشهود، ابيعزر او محله.


د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.


د حِفر زوئ صِلافحاد، چې دې زوئ د جِلعاد، جِلعاد زوئ د مکير او مکير زوئ د منسى وو، د صِلافحاد زامن نۀ وُو، خو صِرف لوڼه يې وې. د هغوئ نومونه محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه وُو.


بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.


خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan