17 نو يشوَع د اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى قبيلو ته ووئيل چې، ”په حقيقت کښې تاسو ډېر زيات يئ او تاسو ډېر تکړه شوى يئ. تاسو ته به د يوې برخې نه زياتې برخې ملاويږى.
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيتشان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“
د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.