Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 17:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيت‌شان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 17:16
20 Iomraidhean Croise  

په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخى‌اب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو.


د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.


نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخى‌اب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.


او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى.


د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيت‌شان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيل‌محوله او يقمعام ښار پورې،


ايزبل به هيڅ څوک نۀ ښخوى، او د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د هغې لاش وخورى.“ بيا هغه ځوان پېغمبر دروازه کولاو کړه او منډه يې کړه.


د ايزبل لاش د يزرعيل په مُلک کښې په يو پټى کښې به په زمکه باندې د سوټو په شان خور ورو پروت وى او څوک به هم نۀ وى چې هغه وپېژنى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.


يزرعيل، يقدِعام، زنوح،


د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.


يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“


نو يشوَع د اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى قبيلو ته ووئيل چې، ”په حقيقت کښې تاسو ډېر زيات يئ او تاسو ډېر تکړه شوى يئ. تاسو ته به د يوې برخې نه زياتې برخې ملاويږى.


د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“


د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،


مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې.


نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل.


د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.


نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.


فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan