15 يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“
نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.)
يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،
د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم،
د داؤد لښکر مېدان ته لاړو او د اِفرائيم په ځنګل کښې يې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړو.
فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.
فلستيان واپس د رفائيم وادۍ ته لاړل او دا يې بيا قبضه کړو.
کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.
زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.
خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.
د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“
د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيتشان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“
يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.