14 د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“
د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“
نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو.
د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“
يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف،
پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“
هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو.
دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“