Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 17:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 اګر چې کله بنى اِسرائيليان تکړه هم شول، نو هغوئ بيا هم ټول کنعانيان ونۀ شړل، خو کنعانيان يې دې ته مجبور کړل چې په زبردستۍ ترې نه کار واخلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 17:13
13 Iomraidhean Croise  

خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.


کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.


آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.


زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.


خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.


بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.


کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل.


د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى.


د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيت‌شمس او بيت‌عنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى.


اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan