Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 17:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 17:11
22 Iomraidhean Croise  

نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيت‌شان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)


سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مِجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل.


اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.


د قُهات پاتې اولاد ته د منسى د نيمې قبيلې د علاقې نه د عانير او بلعام ښارونه سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکې حواله شوى وُو.


د منسى اولاد د بيت‌شان، تعنک، مِجدو او دور او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه ونيول. دا ټول هغه ځايونه دى چرته چې د يعقوب د زوئ يوسف اولاد اوسېدو.


خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.


څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.


په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.


او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.


دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو،


چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.


اِفرائيم جنوب طرف ته وو او منسى د شمال طرف ته وو او د نمرپرېواتۀ سرحد يې د مديترانى سمندر وو. آشر شمالى نمرپرېواتۀ طرف ته وو او يساکار شمالى نمرخاتۀ طرف ته وو.


د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيت‌شان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“


د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيت‌شان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.


په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.


نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“


بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.


نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيت‌شان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan