Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 16:9
6 Iomraidhean Croise  

هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.


کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيت‌ايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.


يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.


خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.


نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى،


بيا سرحد لاندې د قاناه نِهر ته تلے وو. د نِهر جنوبى طرف ته ښارونه د اِفرائيم وُو، اګر چې دا د منسى په علاقه کښې وُو. د منسى سرحد د نِهر شمالى غاړې سره تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan