Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 16:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 16:8
10 Iomraidhean Croise  

هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.


کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيت‌ايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.


يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.


د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى.


چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.


د منسى علاقه د آشر نه د شِکم نمرخاتۀ طرف ته تر مکمتاه پورې ورسېده. بيا هغه سرحد د جنوب طرف ته لاړو چې په دې کښې د تفوح خلق شامل شى.


عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan