7 بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو.
کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيتايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.
او د هغه ځائ نه د مديترانى سمندر ته تلے وو. مکمتاه د هغوئ په شمالى طرف باندې وو. هلته نمرخاتۀ طرف ته سرحد د تانت سيلا طرف ته تاو وو او د ينوحاه نمرخاتۀ طرف ته تلے وو.
نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.
نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.
په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“