5 دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.
هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.
د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيتحورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل.
کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيتايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.
يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
د بيتايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.
هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيتايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيتحورون په جنوب طرف په غر باندې وو.