4 دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.
دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.
د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“
هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى.