2 د بيتايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
کله چې داؤد د غرۀ سر ته ورسېدو، چرته چې د عبادت يو ځائ وو، نو خپل يو اعتبارى ملګرے حوسى، ارکے ورسره مِلاو شو، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې پرَتى وې.
نو د داؤد ملګرے حوسى د ابىسلوم د رارسېدو سره سم ښار ته راوګرځېدو.
کله چې د داؤد اعتبارى ملګرے حوسى د ابىسلوم سره مِلاو شو نو هغۀ چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زندهباد. بادشاه سلامت، زندهباد.“
اخىتُفل د بادشاه مشير وو او حوسى ارکياۍ د بادشاه ملګرے وو.
کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيتايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.
هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيتايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيتحورون په جنوب طرف په غر باندې وو.