Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 16:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 16:10
12 Iomraidhean Croise  

سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مِجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل.


د مِصر بادشاه فِرعون په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړے وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله،


د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.


د منسى خلقو په دې ښارونو کښې اوسېدونکى خلق نۀ شول شړلے، نو په دې وجه کنعانيان هلته په زور اوسېدل.


اګر چې کله بنى اِسرائيليان تکړه هم شول، نو هغوئ بيا هم ټول کنعانيان ونۀ شړل، خو کنعانيان يې دې ته مجبور کړل چې په زبردستۍ ترې نه کار واخلى.


د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan