7 د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عينشمس د چينو نه عينراجل ته تلے وو،
د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عينراجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.
يوه ورځ ادونياه د عينراجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى،
د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.
او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“
د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.
د هغې ځائ نه هغه لاړو چې د دبير په اوسېدونکو باندې حمله وکړى. هغه ښار مخکښې قِريَتسِفر بللے شو.
چې د بيتحجلاه پورې خور وو او د هغه غاړې په شمالى طرف تلے وو چې د هغې نه د اُردن وادى ښکارېده. بيا دا بوهن کاڼى پورې تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو،
بيا دا د عينشمس شمالى طرف ته او بيا جليلوت ته تاو وو، چې د ادميم درې ته مخامخ دے. سرحد بيا لاندې د بوهن کاڼى ته تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو.
د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.
يشوَع او د بنى اِسرائيلو ټول قوم عکن، د هغۀ زامن او لوڼه، سپين زر، چُوغه، د سرو زرو ښخته په قبضه کښې واخستل او سره د دې، د هغۀ څاروى، خرونه، ګډې، خېمه او د دې نه علاوه هر څۀ چې هغۀ لرل هغوئ واخستل او د مصيبت وادۍ ته يې يوړل.
هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.