60 هلته قِريَتبعل يعنې، قِريَتيعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.
دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَتيعريم ښار جوړ کړے وو.
معرات، بيتعنات او التقون وُو، شپږ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.
په صحرا کښې بيتاراباه، مدين، سکاکه،
د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَتيعريم طرف ته تاو وو،
بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَتبعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَتيعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.
نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَتيعريم.
هغوئ د قِريَتيعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“
نو د قِريَتيعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلىعزر د دې مشر مقرر کړو.