Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 15:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 15:55
19 Iomraidhean Croise  

کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.


د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو.


چې سمى د معون پلار وو، او معون د بيت‌صور پلار وو.


جات، مريسه، زيف،


هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى.


صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.


زيف، طلم، بعلوت،


حُمطه، حبرون او صيعور وُو، نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


يزرعيل، يقدِعام، زنوح،


المُلک، عماد او مِسال علاقې شاملې وې. په نمرپرېواتۀ طرف باندې دا د کرمل او د سيحور لِبنات سره لګېدو.


عين، يُوطه او بيت‌شمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو.


په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو.


نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے.


ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو.


د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،


هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan