47 هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو.
خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته.
هغۀ فلستيانو له شکست ورکړو او د وړوکى کلى نه واخله تر لوئ ښار پورې يې قبضه کړل چې په دې کښې غزه او ګېرچاپېره علاقه شامله وه.
عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.
غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟
غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى.
بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“
د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه.
د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.
او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.
او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو.
او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى.
د غرونو په مُلک کښې دا وُو، سمير، يتير، شوکه،