46 او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى.
عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.
په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو،
زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.
د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.
هلته د عقرون د ښارونو او د کلو سره وُو،
هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو.
کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبنعزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،
مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړسوب مرض راوستلو.