41 جديروت، بيتدجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو.
په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيتشمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول.
نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى، اليفز تيمانى، بِلداد شوحى، او ضوفر نعماتى.
مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيتحورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.
بيا د يشوَع ټول سړى په خېر سره د مقيده په کېمپ کښې يشوَع له واپس راغلل. د دې نه پس په هغه مُلک کښې هيچا دا جرأت نۀ شو کولے چې د بنى اِسرائيلو خِلاف څۀ ووائى.
يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.
مقيده، بيتايل،
کبون، لحماس، کِتليس،
هلته دا ښارونه هم وُو، لِبناه، عتر، عسن،
چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيتدجون ته تلے وو او د بيتعميق او نعىاېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاحاېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو،