4 او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.
چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى.
او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.
او په جنوب کښې د لړم درې نه واخله تر صين پورې تلے وو. دا په جنوب کښې د قادِس برنيع نه تلے وو، د حصرون نه تېر وو او ادار ته رسېدلے وو او قرقع ته تاو وو،
هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو.