19 هغې ورته ووئيل، ”زما سره ښۀ وکړه، زۀ د اوبو يو څو چينې غواړم. تا چې ما له کومه زمکه راکړې ده هغه په اوچ مُلک کښې ده.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.
بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.
زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.
نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.
د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“
د وادۀ په ورځ هغې عتنىاېل دې ته رضا کولو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ څۀ غواړې.“
دا هغه زمکه وه چې د يهوداه قبيلې کورَنو ته مِلاو شوه چې د هغوئ ميراث شى.
نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه.