17 د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنىاېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه.
وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو.
د قنز دوه زامن عتنىاېل او شراياه وُو. د عتنىاېل هم دوه زامن حتت او معوناتى وُو.
خو صرف د يفُنه زوئ کالب قنزى او د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو.“
يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.
کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَتسِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“
هغه ښار عتنىاېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه.
څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنىاېل مړ شو.
بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنىاېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو.