Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 15:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 15:14
9 Iomraidhean Croise  

د دېوانو د نسل اشبى‌بنوب د زېړو يوه نېزه روانه کړې وه چې تقريباً درې نيم کلو وزن يې وو او يوه نوې تُوره هم ورسره وه، د هغۀ اراده دا وه چې داؤد ووژنى.


او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“


هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.


په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.


د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.


هغوئ د کنعانيانو خِلاف روان شول. کنعانيان د حبرون په ښار کښې اوسېدل، چې مخکښې دا د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو او هلته هغوئ د سيسى، اخيمان او تلمى ډلو له شکست ورکړو.


لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan