1 د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.
دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.
سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.
په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.
يوه حِصه به د يهوداه وى، دا به د روبين د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو.
چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى.
ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بېوفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.
دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو،
هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى.