9 په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بېشکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.
ځکه چې تباه به شى بدکاران، څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان، دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.
هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.
صِرف د يفُنه زوئ کالب به ورننوځى. ځکه چې هغه په ما ايمان لرى او زۀ به هغۀ او د هغۀ اولاد له هغه مُلک ورکړم د کوم چې هغۀ معلومات حاصل کړى دى.
تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.
چې زۀ به هر هغه ځائ تاسو له درکوم چې چرته تاسو قدم ږدئ هم هغه شان لکه څنګه چې ما د موسىٰ سره وعده کړې وه.
خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم
لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.