7 زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه،
دغه شان ستاسو پلار نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِس برنيع نه ولېږل چې هغه مُلک وګورى.