15 د حبرون ښار مخکښې د قِريَتاربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.
يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.
د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو
د اِلىعزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع،
ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَتاربع، ديبون، يقبضىاېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.
يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
حبرون تر اوسه پورې د يفُنه قنزى د زوئ کالب دے، ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک تابعدارى کوله.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو، د يهوداه د علاقې يوه حِصه د يفُنه زوئ کالب له ورکړے شوې وه. هغۀ ته حبرون مِلاو شو، د هغه ښار نوم قِريَتاربع وو او اربع د عناقيانو پلار نيکۀ وو.
هغوئ له د قِريَتاربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه.
خو د هغه ښار پټى او نزدې کلى د مخکښې نه د يفُنه زوئ کالب له په ميراث کښې ورکړے شوى وُو.
لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.
څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنىاېل مړ شو.
په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.
نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.
او د حبرون. هغۀ دا هغه ټولو ځايونو ته ولېږله چرته چې دے او د هغۀ سړى ګرځېدلى وُو.