يشوَع 14:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“ Faic an caibideil |
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“