Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 14:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 14:10
9 Iomraidhean Croise  

په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل، او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.


زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى، خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.


ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى.


په هغه دولسو جاسوسانو کښې صِرف يشوَع او کالب ژوندى پاتې شول.


اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،


او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم.


په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بې‌شکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan