Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:9
15 Iomraidhean Croise  

هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو،


هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول.


ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَت‌اربع، ديبون، يقبضى‌اېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.


د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.


اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.


ديبون، نبو، بيت‌دبلاتايم،


تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے.


خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“


مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.


”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه.


او د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مينځ وو او د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو.


يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،


دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه.


د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.


د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan