8 د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.
مونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلو، ځکه چې مونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده.“
په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله.
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.
موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.
نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.
د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل.
هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل.