Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:6
13 Iomraidhean Croise  

تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.


هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.


تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.


يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“


نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.


ما ستاسو قبيلو ته د هغه قومونو مُلک حواله کړے دے چې خپل ميراث يې شى کومو قومونو چې شکست نۀ دے خوړلے او ورسره د هغه ټولو قومونو چې ما د مخکښې نه فتح کړى دى، چې هغوئ د نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سيند نه واخله د نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر پورې دى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه پاتې شوى قومونه ستاسو نه په شا کړى او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. د هغوئ مُلک به ستاسو شى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan