Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 تر اوسه پورې د کنعانيانو او معاره ټول مُلک هلته دے کوم چې د صيدانيانو دے او هم داسې د امورى سرحد افيق پورې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:4
11 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سپرلى کښې هغۀ خپل سړى راوغوښتل او د هغوئ سره افيق ښار ته روان شو چې په اِسرائيل حمله وکړى.


او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.


او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.


عُمه، افيق او رِحوب شامل وُو، دا دوويشت ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.


ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن‌عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan