Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 خو موسىٰ ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ هم ورنۀ کړل. ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغوئ ميراث دے لکه څنګه چې هغۀ ورسره وعده کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:33
7 Iomraidhean Croise  

صرف زۀ به د اِمامانو ميراث يم. تاسو هغوئ ته په بنى اِسرائيلو کښې ملکيت مۀ ورکوئ، زۀ به د هغوئ ملکيت يم.


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاويږى چې ستا ميراث شى او د بنى اِسرائيلو د مُلک هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کيږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا دپاره کافى يم.“


نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه.


موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربان‌ګاه باندې سوزولے شى.


کله چې موسىٰ د موآب په مېدانونو کښې وو نو هغۀ د يريحو نمرخاتۀ طرف ته او د اُردن مُلک داسې تقسيم کړو.


خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan