32 کله چې موسىٰ د موآب په مېدانونو کښې وو نو هغۀ د يريحو نمرخاتۀ طرف ته او د اُردن مُلک داسې تقسيم کړو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.
خو موسىٰ ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ هم ورنۀ کړل. ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغوئ ميراث دے لکه څنګه چې هغۀ ورسره وعده کړې وه.
موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.