28 دا هغه ښارونه او کلى وُو کوم چې د جاد قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.
هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل.
د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيتهارم، بيتنِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.
موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د منسى نيمې قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.