27 د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيتهارم، بيتنِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.
خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.
سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سُکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل.
د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.
”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلىعالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.
د بيتنِمره او د بيتهاران ښارونه هم جوړ کړل. د هغې ګېرچاپېره يې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره يې ځايونه هم جوړ کړل.
بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.
او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.
په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيتيسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.
د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو.
دا هغه ښارونه او کلى وُو کوم چې د جاد قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.