26 د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو.
لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو.
کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمىاېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
اخىاب د خپلو آفسرانو نه تپوس وکړو، ”مونږ د شام د بادشاه نه د راماتجِلعاد ښار واپس ولې وانۀ خستلو؟ دا خو زمونږ دے.“
د عدو زوئ اخينداب، د محنايم د علاقې،
د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،
د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيتهارم، بيتنِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.
هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.
د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،
بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې.
نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.
بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو.