25 د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،
په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.
په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.
هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو،
يرياه د حبرون د اولاد مشر وو. د داؤد بادشاه د بادشاهۍ په څلوېښتم کال د حبرون د اولاد نسبنامه معلومه کړے شوې وه او د دې خاندان تکړه فوجيان موندلے شوى وُو چې د جِلعاد په علاقه يعزير کښې اوسېدل.
حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې.
د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.
د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.
سبماه، زۀ به په تا وير وکړم د دې نه هم زيات چې مې په يعزير کړى وُو، سبماه ستا د انګورو څانګې تر سمندر پورې رسېدلى دى، خو تباه کوونکے ستا په مېوو او انګورو راپرېوتلے دے.
د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى.
نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.
او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل.
ورسره د عطروت، شوفان، يعزير، يګبها،
بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.
موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د جاد قبيلې کورَنو له هم ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو.
د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول.