Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کوم خلق چې بنى اِسرائيلو ووژل په هغې کښې د بعور زوئ بلعام فال کتونکے هم شامل وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:22
10 Iomraidhean Croise  

نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو


بلعام بلق ته ووئيل، ”اوس زۀ واپس خپلو خلقو له ځم، خو د تلو نه مخکښې زۀ تا له خبر درکوم چې په راتلونکى وخت کښې به اِسرائيليان ستا د خلقو سره څۀ کوى.“


سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو، يعنې ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو.


نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند د روبين قبيلې سرحد وو. دا هغه ښارونه او کلى وُو چې د روبين قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.


هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډ‌وډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan