يشوَع 13:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربانګاه باندې سوزولے شى. Faic an caibideil |
خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“