12 په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله.
خو بنى اِسرائيلو د جسور او معکه خلق نۀ وُو شړلى، هغوئ تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.