Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 13:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 13:11
13 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو.


خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو.


د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمال ته د سلکه نمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله.


”کۀ د جاد او روبين سړى د اُردن نه پورې وځى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى او کۀ د هغوئ په مدد سره هغه مُلک فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ.


مونږ د بسن بادشاه عوج ټول مُلک قبضه کړو يعنې د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد او بسن علاقې، د سلکه او ادرعى ښارونو پورې.“


هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.


دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه.


د فلستيانو او جسوريانو ټوله علاقه،


د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،


نو په دې وجه منسى ته د اُردن نمرخاتۀ طرف د جِلعاد او بسن نه علاوه لس نورې برخې مِلاو شوې،


هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan