Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 12:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعل‌جاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 12:7
16 Iomraidhean Croise  

او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو.


يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.


د ادوم د مُلک اصلى اوسېدونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسب‌نامه د حورى، سعير دې اولاد ته ځى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان.


نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو.


د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.


په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،


هغه علاقه په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر نه واخله، په شمال کښې د بعل‌جاد پورې او د لبنان په وادۍ کښې د حرمون غر جنوبى طرف پورې خوره شوه. يشوَع د دې علاقې د بادشاهانو سره تر ډېر وخته پورې جنګ وکړو، خو هغۀ هغوئ ټول ونيول او وې وژل.


يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.


اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړه اوړېدلى نۀ وُو.


چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan