يشوَع 12:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى. Faic an caibideil |
خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“