4 هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله.
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.