3 په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيتيسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.
دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.
او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول.
بِنحدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيلبيتمعکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.
نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيتيسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى.
او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.
بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى.
د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.
په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.
او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.
بيتفعور، د پِسګه غر ښکته علاقې او بيتيسيموت.
دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو،
نمرخاتۀ طرف ته سرحد يې د مالګې درياب وو، دا تر هغه خليج پورې تلے وو چرته چې د اُردن سيند خالى کيږى. شمالى سرحد د هغه ځائ نه شروع کېدو،
نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.