24 او تِرضاه. دا ټول يو دېرش بادشاهان وُو.
د يربعام ښځه واپس تِرضاه ته لاړه. چې څنګه هغه کور ته دننه شوه نو هغه هلک مړ شو.
نو د يهوداه د آسا بادشاه د بادشاهۍ په يو دېرشم کال، عُمرى د اِسرائيل بادشاه شو او دولس کاله يې بادشاهى وکړه، وړومبے شپږ کاله هغۀ په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه،
د جادى زوئ مناحم د تِرضاه نه سامريه ته لاړو، سلوم يې ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه شو.
يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه.
هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو، هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې. تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو.
د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.
هغه به د هغوئ په بادشاهانو تاسو زورَور کړى. تاسو به هغوئ ووژنئ او هغوئ به هېر کړے شى. هيڅ څوک به ستاسو مخه نۀ شى نيولے، تاسو به هر يو تباه کړئ.